افغانستانخبرونه

په تورخم پوله ولاړ د میوو او سبزیو بار موټرو ته پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکول کیږي

کابل ټیلیګراف د وږي ۱۷مه ۱۴۰۴ لمریز کال

يو شمېر افغان سوداګر او موټرچلوونکي وايي چې څلور ورځې کېږي لسګونه هغه لارۍ چې له تازه مېوې او سبزي‌جاتو بار دی، د تورخم په پوله ولاړې دي او د پاکستان لور ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

دوی وایي، د پاکستان ماموران «د هر موټر څخه ۷۰ زره کلدارې غواړي».

د دغه سوداګر په وينا، د پاکستان د ګمرک ماموران قصداً د مېوو او سبزي‌وو باروړونکي موټر د پوله هاخوا نه پرېږدي، څو سوداګر او موټرچلوونکي د خپل مال د خرابېدو د مخنيوي لپاره اړ شي چې «رشوت» ورکړي.

دغه موټرچلوونکی وايي: «که د پاکستان پوليسو ته ۵۰ يا ۶۰ زره کلدارې ورکړې، اجازه درکوي چې تېر شې، خو که پيسې ورنه کړې، بايد څو ورځې د پولې تر شا پاتې شې.»

تر دې وروسته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د تورخم د تګ راتګ لپاره يې د موټرو مهالويش جوړ کړی، چې له مخې به یې د ۲۴ ساعتونو څخه ۱۴ ساعته د مېوو او سبزي‌وو او ۱۰ ساعته د نورو مالونو لپاره ځانګړي شوي دي.