افغانستانخبرونه

طالبان: یوناما دې د اسلامي شریعت پر احکامو نقد نه کوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د یوناما هغې نیوکې ته غبرګون ښودلی چې د قصاص اړوند یې کړې او دا حکم یې د ژوند د حق مخالف عمل بللی دی او ویلي یې دي چې د په دې اړه د یوناما څرګندونې د زغملو وړ نه دي.

بهرنیو چارو وزارت، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) ته وریاده کړې چې پر شرعي احکامو د “نیوکې جسارت” نامسوولانه، د یوناما د ماموریت خلاف او د زغم وړ نه دی.اعلامیې زیاته کړې چې قصاص د درېیو محاکمو له هر اړخیزې څېړنې وروسته نهايي کیږي او مجرم ته هم د دفاع حق ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اونۍ د هېواد په درېیو ولایتونو کې څلور کسان اعدام کړل.