
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بلوچستان په کوېټه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر چاودنه شوې چې په کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
یاده چاودنه تېره ورځ د بلوچستان ایالت مرکز کوېټې په مارګېټ سیمه کې شوې ده.
د پاکستاني راسنیو د راپور له مخې، د پولیسو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه چاودنه کې څلور پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.