
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
ایراني رسنۍ وایي، د دغه هېواد په بندر عباس بندر کې نن له غرمې وروسته د رامنځته شوې خونړۍ چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او ۵۱۶ نور ټپيان دي..
د دغه هېواد د هرمزګان د بحران مدیریت عمومي رئیس ویلي د بندرعباس په شهید رجایي بندر کې یوه شدید چاودنه رامنځته شوې ده، چې تر اوسه یې لامل ندی معلوم.
ویل کیږی، د دغه پېښې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د څو تنو وضعیت هم نازک ښودل شوی.