افغانستانخبرونه

د پاپ فرانسیس د تشییع مراسم؛ زیلینسکي ته د ټرمپ سره د لیدنې فرصت برابر شو

کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي نن د ایټالیا په روم ښار کې د پاپ فرانسیس د تشییع د مراسمو په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي.

د زیلینسکي دفتر ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو ولسمشرانو د روسیې سره د سولې د خبرو اترو او د اوکراین د راتلوونکې په اړه بحث کړی.

د دغه لیدنې نور جزیات ندي ورکړل شوې، خو په سپینه ماڼۍ کې تر لفظي شخړې وروسته دا د دواړو ولسمشرانو لومړۍ لیدنه ده.

ډونالډ ټرمپ اوس هم د خپلو ویناوو پر مهال د اوکراین په جګړه کې د دغه هېواد ولسمشر په بې کیفایتۍ تورنوي.