خبرونهنړۍ

بلاول بوټو زرداري هند ته؛ یا به د سند اوبه بهیږي او یا ستاسې وینه

کابل ټیلیګراف –۶غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

وروسته له هغې چې هند د سند، سیند اوبه پر پاکستان وتړلې، د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هند ته ګواښ وکړ، چې یا به د سند اوبه بهیږي او یا هم ستاسې وینه.

نوموړې په یوه غونډه کې وویل: هندوستان نشي کولی په اسانۍ د دې تړون څخه سرغړونه وکړي او پاکستان د دې سیند ساتونکی دی او په هر حالاتو کې به ترې دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه، زموږ وسله وال ځواکونه چمتو دي چې په سرحدونو کې مناسب ځواب ورکړي.

هغه هند ته په خبرداري سره ټینګار وکړ: «د سند سیند زموږ دی او زموږ به پاتې کیږي. یا زموږ اوبه به ترې تیریږي، یا ستاسو وینه.»

تر اوسه د زرداري د یادو څرګندونو په غبرګون کې هند څه نه دي ویلي.