
کابل ټیلیګراف –۶غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیل زاده وایي، که د کشمېر په برید کې د پاکستان د لاسوهنې ثبوت وموندل شي، د هند له خوا د پوځي اقدام احتمال ډېر لوړ دی.
نوموړي د کشمیر وروستي ترهګریز برید ته په اشارې سره، چې د ۲۶ سیلانیانو د وژل کېدو لامل شو، خبر ورکړ چې هند پاکستان د دې برید مسؤل ګڼي.
خلیلزاد دا برید غیرانساني او بې پروا وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول اقدام ممکن د سیمې امنیت لپاره جدي پایلې ولري.
د امریکا دغه پخواني ډیپلومات د طالبانو له لورې د دغه برید د غندنې هر کلی هم کړی.