خبرونهنړۍ

روسیه: کورسک ازاد شو

کابل ټیلیګراف –۶غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې د وسله والو ځواکونو عمومي قوماندان والري ګراسیموف د دې هېواد ولسمشر ولادیمر پوتین ته د را پورو ورکولو پر مهال خبر ورکړی، چې د کورسک سیمه یې ازاده کړه.

کورسک د روسیې لویدیځ او د اوکراین سره سرحد لري، چې له مودو راهیسې په کې د اوکرایني او روسیې پوځیانو ترمنځ جګړه ترسره کېده.

د را پورونو له مخې؛ د مارچ تر ۱۲مې په دغه سیمه اوکراین بشپړ حاکمیت درلود، خو چې روسیې چارواکو یې په بشپړ ډول د نیولو خبر ورکړی.

د یادونې وړده، چې وروستیو کې روسیې په اوکراین پرلپسې بریدونه پیل کړي، چې دغه چارې ډونالډ ټرمپ هم غوسه کړی دی.