
کابل ټیلیګراف – ۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د جلال اباد په درونټې سیمه کې نن غرمه یوې مېرمنې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان سېند ته ګوزار کړی.
ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد وایي، په دې پېښه کې مور او یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی، خو بل ماشوم ژغورل شوی دی.
حماد زیاتوي، د پېښې د اصلي لامل په اړه تر اوسه څه نه دي څرګند شوي، خو اړوندې ادارې یې د څېړنو بهیر پیل کړی دی.