افغانستانخبرونه

ننګرهار؛ یو ځوان ځان‌وژنه کړې

کابل ټیلیګراف –۶غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وايي، د ننګرهار د مرکز اړوند اتمې حوزې په کابل کمپ سیمه کې یو ځوان پخپل کور کې ځان وژنه کړې.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه ځوان چې د روداتو ولسوالۍ د لطف الله بابا د ابتدایه ښوونځي د ۵ ټولګي زده کوونکی وو، تېره یې شپه یې خپل کور کې ځآن وژنه کړې.

سرچینې زیاته کړه، لومړني معلوماتو له مخې؛ یاد کس له دې امله ځان زندۍ کړی، چې پلار یې پرلپسې ډول د سهار لمانځه ته پورته کاوه.

تر اوسه طالبانو د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

له بلې خوا یوه مور له خپلو دوو اولادونو سره د درونټې سېند ته غورځېدلي، چې مور او یو ماشوم یې مړه او یو ماشوم ژوندی ژغورل شوی.

دغه پېښه چې ظاهرا ځانوژنه ښکاري خو ځينې سرچينې وايي چې د دغه مېرمنې مېړه خپله ښځه او ماشومان سيند ته غورځولي او پخپله تښتېدلی دی.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند طیب حماد وایي، په دې پېښه کې مور او یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی، خو بل ماشوم ژغورل شوی دی.