افغانستانخبرونه

طالبانو په ایران کې د تېرې ورځې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران په بندر عباس ښار کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د یاد هېواد له حکومت، ملت او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره ژوره غمشریکي څرګنده کړې او هغوی ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغان حکومت او ملت یې په دې غمیزه کې د ایران ترڅنګ دی او خپل بشپړ ملاتړ اعلانوي.

د ایران په بندر عباس کې تېره ورځ (شنبه) دغه چاودنه په شهید رجایي بندر کې رامنځته شوې چې له امله یې ۱۸ تنه وژل شوي او له ۷۰۰ زیات نور ټپیان دي.