افغانستانخبرونه

ایران کې د تېرې ورځې چاودنې مرګ‌ژوبله له ۷۵۰ کسانو اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران د بندر عباس ښار په شهید رجایي بندر کې د تېرې ورځې چاودنې له امله د مړو شمېر ۱۴ ته رسېدلی او ۷۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

د راپورونو له‌مخې، د چاودنې سیمه کې لاهم اورلګېدنه روانه ده او د ژغورنې ډلې یې د مهار کولو په لټه کې دي.

ایراني چارواکي وایي، دغه چاودنه په کانټینرونو کې د کیمیاوي توکو د ناسمې ساتنې له امله رامنځته شوې ده.