افغانستانخبرونه

ملګرو ملتونو له نړۍوالې ټولنې غوښتي ترڅو د افغان کډوالو ملاتړ لپاره هڅې زیاتې کړي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ عملیاتي مرستیال روف مازو پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره دې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

روف مازو له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د هغو افغانانو د لېږد بهیر چټک کړي چې پاکستان کې دغو هېوادونو ته د سفر په تمه دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور لمخې، نوموړي اسلام اباد ته د خپل سفر په وروستۍ ورځ (جمعه، د غویي ۵مه) د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه د نویو لاریو پر پیداکولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د کډوالو داوطلبانه ستنولو لپاره باید زمینه برابره شي.

د راپور لمخې، هغه دغه سفر کې له بېلابېلو پاکستاني چارواکو سره پر دغو ستونزو خبرې کړې دي.