
کابل ټیلیګراف – ۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ټولګټو وزارت وایي، په تېره یوه میاشت کې د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې د ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه توکو د انتقالات شوي دي
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یاده اندازه انتقالات د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تېرې وري میاشتې له پیله تر پایه شوي دي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، یاده موده کې د حیرتان بندر له لارې ۲۳۷ زره او۱۶۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۹ زره او ۵۵۹ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۹ زره او ۷۸۶ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۰ زره او ۲۵۴ ټنه انتقالات شوي چې ټولیز وزن یې ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه کېږي.
یاد وزارت لیکلی، په انتقالاتو کې نفتي، غیر نفتي او نور توکي شامل دي.