افغانستانخبرونه

ایران کې د وړمې ورځې چاودنې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۰ تنو ته لوړ شوی

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران په یوه مهم بندر کې د چاودنې له کبله ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۸۰۰ پورې نور ټپیان شوي دي.

چاودنه د شنبې پر سهار د شهید رجايي په نامه بندر کې شوې، چې د ایران سویلي بندر عباس ښار ته نژدې تر ټولو ستر سوداګریز بندر دی.

د دې چاودنې له کبله د نژدې ودانیو بامونه وغورځېدل، کړکۍ ماتې شوې او په سیمه کې ګاډي ویجاړ شول.

د اورلګېدنې له کبله په بندر عباس ښار کې سخت لوګی خپور شوی او ځايي ښوونځي او پوهنتونونه تړل شوي دي.