
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د بندیانو د لېږد بهیر په دوام، نږدې ۲۰۰ افغانان چې په ایران کې بندیان وو، طالبانو ته وسپارل شول او دوه تنه ایرانیان هم د افغانستان د چارواکو له لوري د ایران حکومت ته ورکړ شول.
د بندیانو تبادله تېره ورځ (یکشنبه) د نیمروز په مېلک سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ وشوه.
ځینو ایراني رسنیو په دې اړه لیکلي، ۱۹۹ افغان بندیان چې مخکې د تهران، سیستان او بلوچستان، او اصفهان په بندخونو کې ساتل کېدل، د سیستان او بلوچستان شمال اړوند د مېلک په پوله افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.