
کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په کابل کې د ایران سفیر د طالبانو د عامې روغتیا له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، په نږدې راتلونکي کې به په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو پاتې چارې بېرته پیل کړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره وکتل.
عامې روغتیا وزارت وايي، چې دې کتنه کې د سرطان برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو پر څرنګوالي، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړولو او د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي خبرې شوې.
د یاد وزارت په وینا؛ دې کتنه کې د ایران سفیر له افغانستان سره د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو پاتې چارې بېرته پیل کړي.
د یادونې ده چې د یادو دوو روغتونو چارې د پخواني حکومت پر مهال د ایران له لوري پیل شوې وې خو لا یې هم چارې نه دي بشپړې شوې.