افغانستانخبرونه

ترکیې له هند او پاکستان د تاوتریخوالی کمېدو غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۹ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو تاوتریخوالو په غبرګون کې د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه کړې ده.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د تېرې پنجشنبې ورځ وسله‌والو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې د راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلام‌اباد هر ډول لاس لرل پکې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، اردوغان تېره ورځ (دوشنبه) د انقرې د کابینې له غونډې وروسته ویلي، ترکیه له هند او پاکستانه غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي.

هندي رسنۍ ډیلي ګارډین راپور ورکړی چې د کشمیر د پهلګام ترهګریز برید وروسته د ترکیې له خوا پاکستان سره نظامي مرستې پیل شوي.

دغه رسنۍ زیاته کړې، ترکیې په دې وروستیو کې پاکستان ته شپږ C-130 جنګي الوتکې لېږلې دي، چې دا اقدام نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښيي، بلکې د ترکیې، پاکستان او چین ترمنځ د یوه ستراتیژیک اتحاد د جوړېدو په توګه هم ګڼل کېږي.

دې هندي رسنۍ ویلي، دا تحولات په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ لا هم په زیاتېدو دی او په سویلي اسیا کې د هند رول د یوه اصلي لوبغاړي په توګه ګڼل کیږي.

د ترکیې دا اقدام د سویلي اسیا په سیمه‌ییزو اړیکو او نړیوالو قدرتونو کې د لویو بدلونونو نښه ګڼل کېږي او کارپوهان د راتلونکو تحولاتو څارنه په دقت ترسره کوي.

د نوي ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو چې په کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې یو شمېر سېلانیان و وژل شول او دغه پېښه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو سرتېرو د پولې پر سر څو ځله د شپې مهال پر یو بل ډزې وکړې.