افغانستانخبرونه

هند کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله ۱۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل ټیلیګراف ۱۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

هندي رسنیو راپور ورکړی چې لږ تر لږه ۱۴ کسان د کلکتې په یوه هوټل کې د اورلګېدو پېښه کې مړه شوي دي.

دا پېښه تېره شپه شوې او د کلکتې پولیسو رسنیو ته ویلي، د ۱۴ کسانو مړي یې ترلاسه کړي او یو شمېر نور د ژغورنې د عملیاتو له پیل وروسته له هوټله ایستل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې چې اور اوس مهار شوی او د پېښې د څېړلو لپاره یوه ځانګړې ډله ټاکلې ده.