
کابل ټيلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو مشر د کابل ولایت یو شمیر مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې مشر یې ملا هبت الله اخندازده دغه څرګندونې په کندهار ولایت کې د کابل ولایت د مسؤلینو لپاره په جوړشوي یوه ورځني سمینار کې وکړې.
هغه ویلي: «د الله تعالی په لاره کې د هيڅ راز سختۍ څخه مه بېرېږئ، د شریعت په مقابل کې د چا مراعت مه کوئ، په شریعت کې د الله تعالی رضا ده، د کبر، لويي، غرور، بې اتفاقي او یو پر بل د بې اعتمادي څخه ځان وساتئ، غفلت مه کوئ غفلت عذر نه دی، په غیري مقصودي او عبثو کارو کې ځان مه مصروفوئ، د دښمن په تبلیغاتو تېر نه وځئ.»
هغه دغه راز ویلي، د اسلامي امارت مشر دغه راز مسؤلینو ته ویلي، ولس په تېرو وختونو کې د دوی خدمت وکړ خو اوس د دې وخت دی چې دوی د ولس خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو غړي د شریعت د تطبیق په نوم په ښارونو کې خلک ځوروي او په وار وار له دغو کړنو شکایت کړی خو مشر یې بیا تل د شرعیت پر تطبیق کېدو ټینګار کوي.