
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د کونړ ولایت سید جماالدین پوهنتون په لیلیه کې د خپل منځي شخړې له امله یو محصل د سختو ټپونو له امله وژل شوی.
یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: دغه محصل امان الله نومیده او د کونړ ولایت د سید جماالدین پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصل وو.
دغه سرچینې زیاته کړه، یاد کس د پوهنتون په لیلیه کې له یو بل محصل سره شخړه کړې وه، چې د یاد محصل له لورې په چړې وهل شوی و او د سختو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړه.
سیمه ییزو طالبانو هم دغه پېښه تائيد کړې، خو په اړه یې زیات معلومات ندي ورکړي.