خبرونهنړۍ

خیبر پښتونخوا کې د پولیسو یو مرکز ویجاړ او یو پولیس افسر وژل شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د وسله والو په برید کې یو پاکستانی پولیس افسر وژل شوی دی.

د یاد هېواد رسنۍ وایي، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې او وژل شوی پولیس افسر انور محمود نومیده، چې عاملین یې له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

دغه رسني زیاتوي، په یو بل برید کې د لکي مروت د پولیسو مرکز هم په بمونو الوزول شوی دی.

د پاکستان د طالبانو تحریک  (TTP)  د ګلبنډي په سیمه کې د پولیسو په یوه مرکز د برید مسؤلیت منلی.