افغانستانخبرونه

جاپان له افغانانو څخه د ملاتړ لپاره ژمنه ښودلې

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا ویلي، چې هېواد یې د خوارځواکۍ خدمتونو ته د لاس‌رسي برخه کې د افغانانو ملاتړ ته ژمن دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د خبرپاڼې پر بنسټ ښاغلي کورومیا دغه خبره په کابل کې د خوارځواکۍ له یوه مرکز څخه د لیدنه پر مهال کړې ده.

جاپان د خوړو له نړیوال پروګرام سره اووه میلیونه افغانۍ مرسته کړې، څو افغانستان کې له ۳۰ زره کورنیو، ۶۰ زره میندوارو او شېدې ورکونکو ښځو، د خوارځواکو ماشومانو د تغذیې او ۳۰ زره زده‌کوونکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.