
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت اعلان کړی چې د دې وزارت محتسبانو په بلخ ولایت کې یو کس د «جادوګرۍ» په تور نیولی دی.
د دې وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼې له مخې، د نیول شوي کس په اړه څېړنې شوې او د طالبانو قضایي بنسټونو ته سپارل شوی دی.
د طالبانو د امر بالمعروف وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې متهم نن نیول شوی دی.
د نیول شوي کس د هویت په اړه کوم جزئیات نه دي ورکړل شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېره اوونۍ کې، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت محتسبانو په بېلابېلو ولایتونو، لکه غزني، کندز، دایکندي او پروان کې، لږ تر لږه ۱۰ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي.