عجایب

امریکا کې د ۸ میلیونه سکو ډک موټر چپه شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا د ټیکساس ایالات په عمومي لویې لارې یو بار وړونکی موټر چپه شوی، چې په کې ۸ میلیونه سکې ځای پر ځای شوې وې.

د دغه موټر له اوښتو وروسته سیمه ییزې ادارې د سکې راټولولو کار پیل کړی چې پکې د ماشینونو څخه هم مرسته اخیستل شوې.

چارواکو ویلي چې په بار وړونکي موټر کې ۸۰ لاکه سکې وې چې د اوښتو له امله پر های وې خپرې شوې، له کبله یې های وې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې.

 د رسنیو د راپورونو له مخې، د موټر له اوښتو وروسته ادارې د سکې راټولولو کار پیل کړی چې پکې د ماشینونو مرسته هم اخیستل شوې ده.

ویل کیږي، په دغه پېښه کې موټر چلوونکی او یو مسافر هم ټپيان شوي.