خبرونهنړۍ

پاکستاني پوځ په خیبر پښتونخوا کې ۷ وسله والو مخالفینو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکړی

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په خیبر پښتونخوا کې د بېلا بېأو درې عملیاتو په ترڅ کې ۵ وسله وال مخالفین وژلي او ۲ نور یې ټپيان کړي.

آی اېس پي آر ویلي چې امنیتي ځواکونو د باجوړ په ولسوالۍ کې د مخالفینو د پټنځایونو په موخه استخباراتي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې د مهم هدف فرید الله په ګډون درې مخالفین وژل شوي.

د آی اېس پي آر په وینا، په دې عملیاتو کې له وسله والو څخه دوی ته  وسله او د باروتو ګولۍ هم په لاس ورغلي.