ټیکنالوژي
واټساپ اپلکېشن د میاشتې ۳ میلیارده کسان کاروي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د میټا شرکت مشر مارک زکربرګ وایي، هره میاشت ۳ میلیارده څخه زیات کارونکي دا مهال واټساپ کاروي.
وایي، بزنس واټساپ اپ هم ښه پرمختګ کړی او د میټا کمپنۍ د ۵۱۰ میلیونه ډالرو د ګټې لویه برخه د همدې اپ څخه تر لاسه شوې.
تر ۲۰۲۰ کال پورې د دې اپ میاشتني کاروونکو شمېر ۲ میلیاردو ته رسیده.