افغانستانخبرونهراپورونه

د مطبوعاتو ورځ؛ افغان خبریالان پر رسنیو د طالبانو له‌خوا لګول شویو ګڼو محدودیتونو اندېښمن کړي

کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د مطبوعاتو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، ملګرو ملتونو په افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې، او یو شمېر افغان خبریالان وایي چې د طالبانو له‌خوا پر رسنیو لګول شوي محدودیتونه دوی سخت اندېښمن کړي دي.

د مې درېیمه د مطبوعاتو د ازادۍ له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

په پروان ولایت کې د یوې خصوصي رسنۍ مالک کابل ټیلیګراف ته وویل چې ورځ تر بلې په افغانستان کې پر رسنیو کاري فضا تنګه کیږي.

دی وایي: «هسې ځو او راځو، خپل وجدان ته خجالت یو، ځکه هغه کوم رسالت چې د رسنۍ ده، هغه نه شو ترسره کولی.»

هغه زیاتوي چې د رسنیو دغه وضعیت ټول خبریالان سخت اندېښمن او د نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

په کابل کې د یوې رسنۍ خبریال چې نه غواړي نوم یې خپور شي وایي: «له یوې خوا اقتصادي فشارونه، له بلې خوا د طالبانو فشارونه، له بلې خوا د رسنیو د مالکینو فشارونه، له موږ څخه یې لاره ورکه کړې ده.»

هغه زیاتوي چې اوس مهال رسنۍ نه شي کولی په افغانستان حقایق خپاره کړي او یوازې همدې ته ناست دي چې د طالبانو لپاره لابي وکړي.

په کابل کې یو بل خبریال هم وایي چې اوس مهال په کابل کې ډیری رسنۍ د طالبانو د فشارونو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

دی وايي چې روان وضعیت خبریالان ډېر سخت اندېښمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دې مناسبت ویلي، د خلکو ازادي د مطبوعاتو له ازادۍ سره تړلې ده او خبریالان باید وکولای شي په ټوله نړۍ کې «له وېرې او تبعیض» پرته راپورونه وړاندې کړي.

هغه دغه راز ویلي، ژورنالیزم د وخت په تېرېدو ګواښمن کېږي او خبریالان د بریدونو، نیول کېدو، سانسور، تاوتریخوالي او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

افغاانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ غوښتنه کوي او له رسنیو سره خپل پیوستون څرګندوي.

د یونما مشرې ویلي: «د افغانستان رسنۍ د هیواد د اقتصادي ناورین له امله د عوایدو له شدید کمښت سره مخامخ شوي، چې دغه وضعیت بیا ګڼ شمیر رسنۍ تړل کیدو ته اړ کړې دي. پر دې سربیره، د افغانستان د واکمنو چارواکو لخوا د پراخو محدودیتونو وضع کیدل د دې لامل شوي چې د رسنیو مسلکي کسان له ګواښونو، نیول او بندي کیدو، شکنجې او او همدارنګه له بد چلند سره مخامخ شي، چې ښځینه خبریالانې بیا په ځانګړي توګه د خطرونو او خنډونو له امله په شدیده توګه اغیزمنې شوې دي.»

خو طالبانو بیا نن ویلي، د هغو رسنیو ملاتړ کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې فعالیت کوي.