افغانستانخبرونه

په سمنګان ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله ۳۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

په سمنگان ولایت کې د خپل اصلي مسیر څخه د یوه موتر د غورځېدو پېښه کې درې تنه مړه او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

په یاد ولایت کې طالبانو ویلي، چې پېښه د سمنګان د خلم ولسوالۍ په عمومي لویه لاره کې د کفتر خانې په سیمه کې نن سهار د یوه ۵۸۰ ډوله موټر د انحراف له امله شوې.

سمنګان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه پېښې په قربانیانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي، چې ټپيان ولایتي روغتون ته لیږدول شوي دي.