
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د راپورونو له مخې، هند د پاکستان او د هغه تر ولکې لاندې کشمیر باندې بریدونه کړي او مرګژوبله یې هم اړولې ده.
د پاکستان پوځ وايي هندي الوتکو په دریو ښارونو بهاولپور، کوټلي او مظفر اباد توغنديز بریدونه کړي دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شریف چودري له یوه ځایي تلویزیون سره په خبرو کې د دې بریدونو پخلی کړی او وايي دا بریدونه “د هند له خپل هوايي حریم څخه” ترسره شوي دي.
هغه ویلي چې تر اوسه په دغو بریدونو کې اته تنه وژل شوي او څو هندۍ الوتکې يې غورځولې دي