افغانستانخبرونه

پاکستان د هند جنګي الوتکو د نسکورېدو ادعا کړې ده

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا کړې، چې تېره شپه د دې هېواد هوايي دفاعي سیستم د هند پینځه جنګي جټ‌الوتکې را نسکورې کړې دي.

 دغه راز د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې، چې د دې هېواد ځواکونو څو هندي پوځیان هم نیول دي.

د هند حکومت تر اوسه په دې تړاو څه ندي ویلي.

هند تېره شپه په پاکستان کې پر نهو مرکزونو بریدونه کړي.