افغانستانخبرونه

پر پاکستان د هند بریدونو له امله ۵۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې پر پاکستان د هند په بریدونو کې د مړو شمېر ۱۹ او د ټپیانو شمېر ۳۸ تنو ته رسیدلی دی.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته د پاکستان د بهاول پور سیمې د یوه روغتون ډاکټر ورته ویلي، د برید له ځایه ورته ۱۳ جسدونه ور وړل شوي دي.

راپور زیاته کړې چې له دې سره د ټولو توغندیزو بریدونو له امله د تلفاتو شمېر ۵7 تنو ته رسېدلی دی.

پاکستاني چارواکو هم تېره شپه ناوخته رسنیو ته په یوه خبري بیان کې منلې چې په دغه بریدونو کې ۸ عام پاکستاني‌ وګړي وژل شوي‌ او ۳۵ نور ټپیان دي خو هندي چارواکي بیا د عامو وګړو مرګ ژوبله ردوي او وايي چې په بریدونو کې یې جش محمد او لشکر طیبه اړوند جنګیالي په نښه کړي.

دا بریدونه تېره شپه شوي او د پاکستان او پاکستان تر ولکې لاندې بېلابېلې سیمې پکې په نښه شوي دي.

ملګرو ملتونو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو د زغم غوښتنه کړې ده.