
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې د پاکستان او هند ترمنځ راپورته شوی وضعیت له نژدې څاري.
نوموړي ويلي، له ولسمشر ټرمپ سره همغږی دی چې دا وضعیت ډېر ژر پای ته ورسېږي او دواړه هېوادونه د متقابلو اړیکو له لارې د سوله ایز حل پر لور حرکت وکړي.
هند تر خپلې ولکې لاندې کشمير په پهلګام کې له بريدو وروسته تېره شپه په پاکستان او د هغه تر واک لاندې کشمیر کې مختلف ځایونه په نښه کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، تر اوسه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ټولټال ۲۴ بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
د هند حکومت وايي د پهلګام له برید وروسته یې د ‘سندور’ په نامه عملیاتو کې په پاکستان او د هغه تر واک لاندې کشمیر کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي. دوی ادعا کوي چې په دې بریدونو کې ملکي وګړي یا پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا وکړه چې د هند د توغنديزو بریدونو په غچ کې، پاکستان د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا وکړه چې د پاکستان هوايي ځواک پنځه هندي الوتکې ویشتلي او څو بې پیلوټه الوتکې یې ویجاړې کړې دي. خو د هند هوايي ځواک تر اوسه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.