خبرونهنړۍ

فریدریش مرتس د جرمني نوی لومړي وزیر وټاکل شو

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د المان د محافظه‌کار مسیحي ډیموکراټ ګوند مشر فریدریش مرتس د پارلمان په دویم ځل رایه اچونه کې د دې هېواد د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.

مرتس په دې رایه اچونه کې د ۳۲۵ رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.

نوموړي د رایې اچونې په لومړي پړاو کې په غیرې اټکل کېدونکي ډول سره اړینې رایې نه وې ترلاسه کړې.