
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هوايي حریم د بندیزونو له امله د دغه هېواد څو ښارونو ته الوتنې ځنډول شوې دي.
د راپور پر بنسټ، دغه الوتنې د کشمیر په جمو او سرینګر، جودپور، امرېتسر، چندیګړ او راجکوټ ښارونو ته ځنډول شوې دي.
دغه الوتنې داسې مهال ځنډیږي چې هند د پاکستان پر خاوره برید کړی او د نړیوالو رسنیو راپور ښایي چې په بریدونو کې پاکستاني لوري ته د تلفاتو شمېر ۵۷ تنو ته رسیدلی.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس ته د پاکستان د بهاول پور سیمې د یوه روغتون ډاکټر ورته ویلي، د برید له ځایه ورته ۱۳ جسدونه ور وړل شوي دي.
راپورنه ښايي چې له دې سره د ټولو بریدونو له امله د مړو شمېر ۱۹ او د ټپیانو شمېر ۳۸ تنو ته رسېدلی دی.