ځانګړي برخهراپورونه

د افغانانو پرله‌پسې غبرګونونه؛ سویس له دغه هېواده د پښتنو د ایستلو اوازې بې‌بنسټه وبللې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د ګڼو افغانانو له پرله‌پسې غبرګونونو وروسته په جینیوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې د سویس د کډوالۍ ادارې له قوله ویلي، له دغه هېواده د قوميت پر بنسټ د افغان کډوالو ایستل بې بنسټه دي.

د راپورونو له مخې، په وروستیو میاشتو کې، د سویس پارلمان کې یو شمېر سیاسي استازو داسې یوه طرحه وړاندې کړې چې له مخې یې پښتانه افغان پناه‌ غوښتونکي باید بېرته افغانستان ته وایستل شي، ځکه دوی د طالبانو له خوا له خطر سره مخ نه دي.

یو شمېر افغان فعالانو، په یوه ګډه اعلامیه کې، د سویس د پارلمان له لوري د پښتنو پناه‌غوښتونکو د احتمالي اخراج وړاندیز په اړه نیوکه کړې او دا اقدام یې «قانوناً بې‌اساس، اخلاقاً خطرناک او سیاسي لحاظه تبعیضي» بللی دی.

په جینیوا کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ په یوه اعلامیه کې د سویس د کډوالۍ ادارې له قوله ویلي، له دغه هېواده د قوميت پر بنسټ د افغان کډوالو ایستل بې بنسټه دي.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د سویس د کډوالۍ په ځانګړې توګه د افغانستان پښتنو په اړه پالیسیو کې بدلون نه دی راغلی.

په ټولنیزو پاڼو کې ځینې نور غبرګونونه

د جمهوري نظام پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح د دغو اوازو په غبرګون کې ویلي وو چې ټول پښتانه طالبان نه دي او د طالبانو پر وړاندې یې د پښتنو قربانۍ نه هېریدونکې یادې کړې وې.

د امرالله صالح پر مشرۍ د زرغون بهیر په اعلامیه کې راغلي و چې پښتانه باید له طالبانو سره ګډ نش.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخیل هم پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «خلک باید دا هېره نه کړي چې طالبان هېڅکله نه دي ویلي چې دوی د پښتنو استازولي کوي. نه هر پښتون طالب دی او نه هر طالب پښتون دی.»

په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندیشه لیکلي، د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو په اړه کومه رسمي تګلاره چې د قومیت پر اساس وي نشته.

هغه زیاته کړې، دا کار د مهاجرت د کنوانسیون او بشري حقونو له روحیې سره په ټکر کې دی.

پخوانۍ افغان دیپلوماتې اصیلا وردګ له سویس څخه د پښتنو افغان کډوالو د را شړلو په غبرګون کې ویلي، پښتونولي جرم نه دی.

‎هغې لیکلي چې د پښتنو کډوالو شړل یوازې د قوم پر بنسټ د طالبانو سره تړل، ښکاره تبعیض دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

وردګ ویلي چې زرګونه پښتانه د طالبانو له تاوتریخوالي څخه تښتېدلي.