
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ملي تدارکاتو کمیسیون وایي، دوه شرکتونه یې د تخلفاتو له امله یو تر شپږو میاشتو او بل تر دوو کلونو په پروژو کې له ګډونه محروم کړي دي.
د طالبانو د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري «افغان کندمک شرکت» د دوو کلونو او «رفیع خالد تجارتي شرکت» بیا د شپږو میاشتو لپاره د تخلفاتو له امله په هر ډول پروژو کې له ګډون کولو محروم شول.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، یادو شرکتونو د اړوندو وزارتونو او ادارو له شرایطو سره تر موافقې وروسته دوه پروژې ګټلې او د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ورته منظورې شوې وې چې دوی یې په ټاکلو قیمتونو او تدارکاتي شرایطو تطبیق او بشپړولو څخه انصراف وکړ چې په ملي پروژو کې د ځنډ لامل وګرځېدل.