
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي د طالبانو ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګهوالو او سوداګرو کنفرانس جوړوي.
د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر نن د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي په دغه لیدنه کې ویلي، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګهوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.
ده ویلي، په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.