
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف ویلي، د هند او پاکستان ترمنځ جګړه سیاسي ده، کوم مذهبي اړخ نه لري او پښتانه دې ځانونه ترې وساتي.
هند تر خپلې ولکې لاندې کشمير په پهلګام کې له بريد وروسته تېره شپه په پاکستان او د هغه تر واک لاندې کشمیر کې مختلف ځایونه په نښه کړي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال احمد شریف چودري وايي، تر اوسه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، هند په شپږو ځایونو ټولټال ۲۴ بریدونه کړي دي. د پاکستاني چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې اته ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.
په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، دهندوانو او پنجابیانو ترمنځ سیاسي جګړه ده، کوم مذهبي اړخ نلري.
هغه لیکلي،، پنجاب به هڅه وکړي چې پښتانه دجهاد په نامه دهند په وړاندې جنګ ته تشویق کړي، پښتانه باید ځانونه او اولادونه د دې لوبي وباسي.
د پاکستان د پوځ یوه ویاند ادعا وکړه چې د هند د توغنديزو بریدونو په غچ کې، پاکستان د هند د هوايي ځواک دوه جنګي الوتکې او یو ډرون ویشتلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف ادعا وکړه چې د پاکستان هوايي ځواک پنځه هندي الوتکې ویشتلي او څو بې پیلوټه الوتکې یې ویجاړې کړې دي خو د هند هوايي ځواک تر اوسه د دې ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان ګواښ کړی چې په خپل وخت کې به هند ته د دې بريد ځواب ورکړي.