ځانګړي برخهراپورونه

د هند او پاکستان جګړه؛ پر پاکستان د برید رهبري دوو هندي ښځو کوله

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند پوځ وایي، تېره شپه چې پر پاکستان د دغه هېواد هوايي ځواک کوم بریدونه کړي، رهبري يې دوو ښځينه پوځي قوماندانانو کړې ده.

د دغو هندي پوځ ښځينه قوماندانانو نومونونه صوفیه قریشي او ومېګا سېنګ ښودل شوي دي.

په دغو بریدونو کې هند ادعا کړې چې نه يې د پاکستان نظامي تاسیسات او نه يې هم ملکي موخې په نښه کړي يوازې يې د ترهګرو ځالې له منځه وړې دي؛ هغه ځايونه چې د هند په باور هند ته ترې ګواښ موجود وو.

بلخوا د پاکستان د دفاع وزیر ادعا کړې چې د هند د برید په ځواب کې د پاکستان د پوځ له لوري د هند پنځه جېټ جنګي الوتکې رانسکورې شوې دي.

د هند او پاکستان ترمنځ حالات د هندي کشمیر په پهلګام کې د يوې پاکستانۍ وسله والې ډلې له لوري پر ملکي خلکو تر بریدونو وروسته ترینګلي شوي چې تېره شپه خبره تر جګړې ورسېده.

پر پاکستان د هند د تېرې شپې د برید قومانده دوو ښځو ته سپارل د شنونکو په باور دوه موخې لري چې يوه يې هم پاکستان ته ښودل دي چې د دوی د ښځينه پوځ د ځواب نه دي او بل دا په ډاګه کول دي چې هند کې هندو او مسلمان تفرقه نشته ځکه خو يوه قوماندانه مسلمانه او بله هم د سېک مذهب اړوند وه.

صوفیه قریشي څوک ده او څنګه په هندي پوځ کې دومره ستر مقام ته ورسیده

ډګرواله سوفیا قریشي د هندي پوځ یوه وتلې افسره ده چې پر پاکستان تېرې شپې د (سِندور عملیات) مشري يې کولې، هغې د ۲۰۱۶ کال په یوه څو اړخیزه نظامي تمرین کې د هند د پوځ د یوې ډلې مشري وکړه، چې دا د یوې ښځینه افسرې لپاره یو تاریخي ګام و.

ډګرواله قریشي د ګجرات ایالت اصلي اوسېدونکې ده او د بایوکیمسټري په برخه کې ماسټري لري. هغه د ۱۹۹۹ کال کې د چینای د افسرانو د روزنې له اکاډمۍ څخه د ډګرمنې په توګه فارغه شوه. د هغې نیکه هم د هند په پوځ کې خدمت کړی و او مېرمن قریشي د میکانیزه پیاده نظام له يو افسر سره واده کړې دی.

ډګرواله قریشي په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتني ماموریت لپاره کانګو ته هم استول شوې وه چېرې یې د اوربند څارنه او د بشري مرستو ملاتړ کاوه.

د “سِندور عملیات” په اړه د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال، هغې د هند د پوځ له خوا د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د ترهګرو پر اهدافو د بریدونو جزئیات وړاندې کړل. د دې عملیاتو موخه د اپرېل په ۲۲مه په پاهلګام کې د ۲۶ ملکیانو د وژنې غچ اخیستل وو.