
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هند او پاکستان دې له زغم کار واخلي او ستونزې دې د ديپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی او د وضعيت لا ترینګلتیا د سيمې په ګټه نه ده.
په اعلامیه کې راغلي چې اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه بولي او پر دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم کار واخلي او ستونزې د ديپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.
هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل په کې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی.
تېره شپه هندي رسنیو راپو ورکړ چې هندي هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې پر نهو هغو ځایونو بریدونه کړي چې د هغوی په وینا، د «ترهګرو پټنځایونه» په کې دي. هندي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.