
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د ممنوع ګرځول شوې ډلې “جیش محمد” مشر مولانا مسعود اظهر ویلي، د هند لخوا د بهاولپور په سبحان الله جومات برید کې د هغه د کورنۍ لس غړي او څلور نژدې ملګري وژل شوي دي.
نن په ورځ د دوی لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ادعا شوې چې په وژل شویو کې د مولانا مسعود اظهر مشره خور او د هغې مېړه، د مسعود اظهر وراره او د هغه مېرمن، یو بل وراره او د هغه د کورنۍ پنځه ماشومان شامل دي.
په بیان کې دا هم ویل شوي چې د مسعود اظهر یو نژدې مرستیال او د هغه مور، له دوو نورو نژدې ملګرو سره یوځای د سې شنبې شپې په برید کې ووژل شول.
په بیان کې د هند پر لومړي وزیر نریندرا مودي نیوکه شوې او ویل شوي، “دې ظلم ټول قوانین مات کړل، اوس باید هېڅوک د رحم تمه ونه کړي.”
د روانې غويي مياشتې په دویمه د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وسلهوالو د ګرځندویانو په یوه مشهور ځای «پهلېګام» کې پر سیلانیانو بريد وکړ چې لږ تر لږه ۲۶ کسان په کې ووژل او ۱۷ نور ټپیان شول.
هند دا برید پاکستان پورې تړلی، خو اسلاماباد هر ډول لاس لرل په کې ردوي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او یاد برید یې د «پهلېګام جعلي عملیاتو» په نوم یاد کړی.
تېره شپه هندي رسنیو راپو ورکړ چې هندي هوايي ځواک د پاکستان په خاوره کې پر نهو هغو ځایونو بریدونه کړي چې د هغوی په وینا، د «ترهګرو پټنځایونه» په کې دي. هندي چارواکو ویلي چې په بریدونو کې ملکي وګړي او پوځي تاسیسات نه دي په نښه شوي.