
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مشر د یوه نړۍوال سازمان له مشر سره په لیدنه کې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه ښودلې ده.
د طالبانو چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د «Dialogue Action» سازمان له اجراییوي رییس جولیان واینبرګ او مرستیال کمال اوکدا سره کتلي.
یاده کتنه کې د اقلیمي بدلون، سیمهییزو او نړیوالو همکاریو، او د چاپېریالي پروژو د بیا پيل په تړاو خبرې شوې دي.
خالص د اقلیمي بدلون پر ناوړه اغېزو اندېښنه ښودلې او له یاد سازمان څخه یې غوښتي، چې د تخنیکي همکاریو، ظرفیت لوړونې، نړیوالو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د ګډون او د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیلولو په برخو کې دې هلې ځلې وکړي.
ورتهمهال د یاد سازمان مسولینو هم د نړیوالو بنسټونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره د هڅو ژمنه کړې ده.