افغانستانخبرونه

آدم بواېلر: طالبان دې د برمتې له دیپلوماسۍ لاس واخلي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ځانګړي استازي، اډم بواېلر ویلي، له اسلامي امارت سره د بندي؛ محمود حبیبي د نیول کېدو ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې او طالبانو دې د برمتې له دیپلوماسۍ له واخلي.

بواېلر پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې چې اوس هم د حبیبي او بل هر امریکايي بندي خوشې کولو ته ژمن دي.

هغه ټينګار کړی چې نور باید د برمتې له ډيپلوماسۍ لاس واخیستل شي.

محمود حبیبي، یو امریکايي وګړی، شاوخوا درې کاله وړاندې (یعنې ۱۰۰۰ ورځې مخکې) د طالبانو لخوا ونیول شو. د هغه دقیق نقش یا فعالیت په افغانستان کې تر اوسه له جزیاتو سره نه‌دی روښانه شوی.

طالبانو په وار وار د هغه له نیول کېدو انکار کړی دی.