خبرونهنړۍ

د عراق په مهمه اډه کې د امریکایي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو لړۍ پیل شوې

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

رسنۍ وایي، امریکایي پوځیان چې د سوريې له لارې عراق ته داخل شوي، د دغه هېواد په جبجایۍ او دالانبار ولایت په عین الاسد اډه کې یې د ځای پر خای کېدو لړۍ پیل شوې ده.

د یاد ولایت یوې امنیتي سرچینې رسنیو ته ویلي:  د عین‌الاسد هوایي اډه، چې د هیت په سیمه کې د البغدادي په ناحیه کې موقعیت لري، د لسګونو امریکايي موټرو او جنګي وسایلو کوربه ده.

دغه سرچینه زیاتوي، یاد امریکايي ځواکونه او وسایط له سوریې څخه، د امریکايي اډو له خالي کولو وروسته، دې اډې ته راغلي دي.

تر اوسه د دغه امریکایي ځواکونو، وسایطو او جنګي وسایلو د ځای پر ځای کېدو انګیزه نده معلومه.

عراق د ایران ګاونډي هېواد دی، چې دا مهال د امریکا سره په خبرو اترو بوخت دی، خو وخت ناوخت امریکا پرې د برید ګواښونه هم کوي.