افغانستانخبرونه

پاکستان افغان بار وړونکو موټر چلوونکو ویزې پای ته رسوي

کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان اعلان کړی، چې د افغانستان د بار وړونکو موټرو چلوونکو ځانګړې ویزه د روانې میاشتې تر پایه پای ته رسیږي.

ډان لیکلي چې تر دې وړاندې ځینې افغان بار وړونکو موټر چلوونکي د ځانګړې ویزې په لرلو سره پاکستان ته ننوتل.

ټاکل شوې چې د ویزې د ورکولو لپاره یو واحد لارښود جوړ شي او ټول افغان وګړي باید د پاکستان د ننوتلو لپاره معتبره ویزه ترلاسه کړي.

پاکستان تېر کال اعلان کړی و چې ټول افغان وګړي باید د پاکستان د ننوتلو لپاره ویزه ولري او غیرقانوني کسانو ته به د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي.

پاکستان تېر کال د افغان کډوالو د ایستلو اقدام وکړ او ویلي یې دي چې دا پالیسي به دوام ولري.