
کابل ټیلیګراف – ۱۷ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
له هندوستان سره د تازه کړکیچ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو بهرنیو چارو له وزیر سره د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د اسلاماباد او نوي ډهلي ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسحاق ډار په دې ټیلیفوني خبرو کې متقي ته د هند وروستیو تحریکوونکو، غیرقانوني او یو اړخیزو کړنو په اړه خبر کړ او د پاکستان پر سوله او د خپل حاکمیت د ساتنې په ژمنې یې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې له مخې، متقی په دې خبرو کې د پاکستان د دولت او خلکو لپاره “د خیر دعا” کړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت بیا په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ټرانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې وشوې.
اعلامیه زیاتوي، په یاده مکالمه کې د افغاني تجارانو د ټرانزیټي مالونو چې کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتي وو د خلاصولو پریکړه وشوه او همدا ډول هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د ټرانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.
د سې شنبې په ماښام، د نوي ډيلي او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو کړکېچونو په تعقیب، رسنیو د هند د توغندیزو بریدونو خبر ورکړ چې د پاکستان پر ځینو سیمو شوي دي.
د دې پوځي تحول وروسته، د هند او پاکستان ګډ سرحد ناآرامه شو او د دواړو اټومي هېوادونو ترمنځ توغندیز بریدونه پیل شول.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ په پایله کې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې د هند په بریدونو کې تر اوسه ۲۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.
د هند پولیسو ویلي چې د پاکستان د توغندیزو بریدونو او د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د بمباریو په پایله کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.