
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ویل یې هند د پاکستان پر خاورې د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د افغانستان خاوره هم په نښه کړې ده.
ښاغلي خوارزمي ویلي چې دا ډول ادعا حقیقت نه لري.
له دې وړاندې پاکستان ادعا کړې وه چې هند د پاکستان پر ضد د توغندیزو بریدونو په جریان کې د افغانستان خاوره هم په نښه کړې ده.
په همدې حال کې، د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د افغانستان خلک خپل دښمن په ښه توګه پېژني او پوهېږي چې د افغانستان خاوره بشپړتیا څو ځله د کوم هېواد له خوا تر پښو لاندې شوې ده.