
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
پکتیا کې د طالبانو د ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې د تندر غورځېدو له امله دوو ماشومانو مړه شوي دي.
د طالبانو د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د مرکز ګردېز اړوند کوزې خطابې د نيازيو کلي کې شوې ده.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې دوو ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې سخت ورښتونه وشول.