
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې په شمالي غزه کې نن د یوه ماین په چاودنه ې اوه سرتیري او دوه افسران ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه ټپیانو د اسرائیلو د قدس لیوا پورې اړوند دي او په سیمه کې د پلټنې پر مهال د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي.
په ټپیانو کې د اسرائیلو د ۲۵۲ لښکر مرستیال قوماندان او د ۶۳۱۰ کندک قوماندان هم شامل دي.
ویل کیږي، د دغه پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي، چې د څو تنو حالات هم نازک دی.
دوه ورځې وړاندې هم په یاده سیمه کې په یوه برید کې دوه اسرائیلي پوځیان وژل شوي وو.
په ورته وخت کې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن ورخ د اسرائیلو په بریدونو کې لس فلسطیني وګړي شهیدان شوي.